له “مقاومت”جبهې وروسته “د نورستان د خپلواکۍ” جبهه
له “مقاومت”جبهې وروسته “د نورستان د خپلواکۍ” جبهه

په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوی پیغام په خپرولو چې څو تنه مخ پټی وسلوال پکې لیدل کېږی دطالبانو پرضد د نورستان د خپلواکۍ جبهې په نوم ډله اعلان کړه په دې ویډیوی پیغام کې له مخ پټو وسلوالو یوتن چې ځان د غربی نورستان د خپلواکۍ مبارزین معرفی کوی وایی”د طالب اشغال په مقابل […]

په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوی پیغام په خپرولو چې څو تنه مخ پټی وسلوال پکې لیدل کېږی دطالبانو پرضد د نورستان د خپلواکۍ جبهې په نوم ډله اعلان کړه
په دې ویډیوی پیغام کې له مخ پټو وسلوالو یوتن چې ځان د غربی نورستان د خپلواکۍ مبارزین معرفی کوی وایی”د طالب اشغال په مقابل کې مو وسله پورته کړې ده؛ ترڅو چې افغانستان خپلواکی ترلاسه کړې نه وی د طالب په مقابل کې به جنګېږو”
دې ډلې ته نږدې یو کس چې نه یې غوښتل نوم واخیستل شی وویل نوموړې ډله د یو افغان قومی مشر او قومندان له لخوا په نورستان کې رامنځته شوې چې ګڼ شمېر ځوانان او د تېر حکومت نظامی او امنیتی کارکوونکی یې غړی دی.
هغه زیاتوی چې اوس مهال په نورو ولایتونو کې هم د جلب و جذب لړۍ روانه ده.
همدارنګه بله ډله په کندهار کې چې ځانونه خلق دیموکرات ګوند ته منسبوی هم خپل فعالیتونه د طالب پرضد پیل کړی چې د غړو شمېر یې زر(۱۰۰۰)تنو ته رسېږی.

د هغې په وینا د نورستان د خپواکۍ جبهه هم د مقاومت دجبهې یوه برخه ده،خو نوم یې جلا دى.
همدارنګه هغه خبردارى ورکړ چې دا ډله به له اختره وروسته خپلو فعالیتونو ته د طالبانو پرضد زور ورکړی.
لدې څخه وړاندې د یو ویډیوی پیغام له لارې یوې ډلې چې ځان یې د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ باله هم د طالبانو پر ضد د ډلې جوړېدو خبر ورکړى و.
پر افغانستان د طالبانو د تسلط سره سم دپنجشیرد مقاومت جبهه چې غړی یې د دوهم مقاومت په نوم هم یادوى پر افغانستان د طالبانو د تسلط سره سم د ۱۴۰۰ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان پخوانی رئیس جمهور لومړی مرستیال امرالله صالح،جنرال علیپور،د تېر حکومت د دفاع وزیر او د سیاسی او پوځی قومندان احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پرضد رامینځته شوه.