خبرگزاری زنان افغانستان: له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوال زده کوونکی وایی، زده کړې یې نیمګړې پاتې او اوسمهال هیواد په راستنیدو خپل راتلوونکی ته اندیښمن دی. الله نظر لا د پاکستان په لسم ټولګی کې و، چې پولیسو یې کورنۍ دیته مجبوره کړه چې خپل هیواد افغانستان ته ستنه شی. نوموړی وایی، اوسمهال […]
خبرگزاری زنان افغانستان: له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوال زده کوونکی وایی، زده کړې یې نیمګړې پاتې او اوسمهال هیواد په راستنیدو خپل راتلوونکی ته اندیښمن دی.
الله نظر لا د پاکستان په لسم ټولګی کې و، چې پولیسو یې کورنۍ دیته مجبوره کړه چې خپل هیواد افغانستان ته ستنه شی.
نوموړی وایی، اوسمهال یې نه یوازې زده ګړې په نیمایی کې پاتې دی بلکې کورنۍ یې هم له اقتصادی ستونزو سره مخ ده او دی دا ډول وضعیت د خپل راتلوونکی پر وړاندې لویه ننګونه بولی.
الله نظر زیاتوی:« زه د پاکستان په یو شخصی ښوونځی په لسم تولګی کې وم او دا زما ارمان چې له ښوونځی فارغ شم او خپلې زده کړې بشپړې کړم؛ خو دا هیلې مې اوس په مړاوی کیدو دی ځکه دلته کور نه لرو او کرایه کور کې ژوند کوم او د زده تکمیلول مې لوی ارمان دی.»
له پاکستانه د راستانه شوی افغان کډوالو په ډله کې نه یوازې نارینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې شوی، بلکې ګڼې نجونې هم شته چې زده کړې ترې په نیمایی کې پاتې دی.
زرمینه چې پاکستان کې د اتم ټولګی زده کوونکې وه، وایی هیواد ته راستنیدل مجبوریت و؛ خو پخپله خوښه یې هیڅکله د زده له وجهې هم نه غوښتل چې راستنه شی.
هغه د طالبانو له لوری پر نجونو د کار او زده کړو بندیزونه هغه لاملونه یادوی، چې له کبله یې هغه له هیواده زړه توری شوې وه.
نوړموړې اندیښمنه ده او وایې، د نجونو لپاره په هیواد کې دا ډول حالت کې خپل راتلوونکی تیاره ګوری.
زرمینه زیاتوی:« له پاکستان څخه هیواد ستنیدل راته د زغم نه و، ځکه هلته مې زده کړې کولې او دلته په راتګ سره له زده کړو محرومه یم له طالبانو غواړو چې نور دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړی؛ که دا حالت دوام وکړی نو زما په ګډون نورو نجونو ته هم د زغم نه ده.»
له پاکستانه راستانه شوی کډوال زده کوونکی نه یوازې دوی ته د زده کړو د برابریدو غوښتنه کوی، بلکې په هیواد د نجونو د زده کړو بر وړاندې د بندیزونو دختمیدو غوښتوونکی هم دی.
په ورته مهال ننګرهار پوهنې ریاست چارواکی په حکومتی ښوونځیو کې له پاکستانه د ایستل شویو زده کوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدو خبر ورکوی.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت په عامه ښوونځیو کې له پاکستان څخه د ایستل شویو زده کوونکو د جذب بهیر پیل شوی دی.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایی، هغه زده کوونکی چې په پاکستان کې یې زده کړې نیمګړی پاتې دی، اوس دلته ثبت شوی او له ازموینو وروسته به بیلابیلو ټولګیو ته وروپیژندل شی.
له بلې خوا د دې پروسې له پیل سره له شپږم ټولګی لاندې یو شمېر نجونې هم دولتی ښوونځیو ته جذب شوې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبری ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه کورنۍ افغانستان ته ستنېږی.