د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ وایی په پاکستان کې افغان کډوال لا زیات ملاتړ او مرستو ته اړتیا لری،نه سپکاوی او ځورنو ته. یوسفزۍ پرون پخپله ایکسپاڼې لیکلی”افغان کډوال ښځې،ماشومان،نارینه،زاړه خلک د طا.لبانو له ظلم تښتېدلی د وقار،ملاتړ او خوندیتوب مستحق دی،نه د ځورونې او سپکاوی” هغې دپاکستان […]
د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ وایی په پاکستان کې افغان کډوال لا زیات ملاتړ او مرستو ته اړتیا لری،نه سپکاوی او ځورنو ته.
یوسفزۍ پرون پخپله ایکسپاڼې لیکلی”افغان کډوال ښځې،ماشومان،نارینه،زاړه خلک د طا.لبانو له ظلم تښتېدلی د وقار،ملاتړ او خوندیتوب مستحق دی،نه د ځورونې او سپکاوی”
هغې دپاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د افغان بې اسنادو کډوالو د ویستنې عاجلانه پالیسۍ باندې بیا غور وکړی.
دا مهال په پاکستان کې ۱.۴ میلیونه بې اسناده افغانان پاکستان ته د خپلو حقونو او ژوند د خوندیتوب په موخه کډوال شوی چې یاد هیواد یې د نومبر تر لومړۍ نېټې دبېړنی اخراج حکم کړى.
دا مهال افغان ښځې، نجونې، زاړه خلک،د افغان حکومت پخوانی چارواکی، امنیتی چارواکی، د بشری حقونو مدافعین، د مدنی ټولنې نور فعالان او د رسنیو کارکونکی پاکستان ته کډوال شوی چې اوس مهال د پاکستانی حکومت لخوا د ناوړه چلند،ځورونې،نیونی او په زوره افغانستان ته د شړلو ګواښ سره مخ دی.
نړیوالې ټولنې هم په پاکستان کې ددې هیواد د حکومت لخوا د افغان کډوالو سره ناوړه چلند د اصولو خلاف بللى او له ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې چې د خطر سره مخامخ افغانانو ته د خوندی بیا میشتیدنې اسانتیاووې برابرې کړی او د هغوی خوندیتوب ډاډمن کړی.
د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړى راپور ورکونکی”ریچار بیڼیټ”او یوشمېر نورو کارپوهانو په پاکستان غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی ترڅو په هیواد کې د امنیت په لټه کې د خلکو خوندیتوب یقینی کړی.
که څه هم ملګرو ملتونو،نړیوالو په پاکستان غوښتنه کړې، چې په دې هیواد کې میشت افغان کډوالو سره ناوړه چلند ونه کړی او له ځورونې یې لاس واخلی خو بیا هم د پاکستان حکومت تراوسه په زرګونو افغان کډوال ددې هیواد په زندانونو کې پراته او زور زیاتی سره مخ دی او په زرګونه یې افغانستان ته په زوره شړلی دی.