ملالې یوسفزۍ ولې د آسکار جایزه کې د ملکې ثریا غوږوالۍ اغوستی
ملالې یوسفزۍ ولې د آسکار جایزه کې د ملکې ثریا غوږوالۍ اغوستی

ملالې یوسفزۍ، چې د نجونو د زده کړو یوه فعاله او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ده، د اکاډمۍ د جایزې په ۹۵مه دوره کې، د شاه امان خان د مېرمنې ملکې ثریا طرزی سره یو غوږوالۍ اغوستې وه. اغلې یوسفزۍ رسنیو ته په یوه بریښنالیک کې تایید کړه چې هغه غوږوالۍ چې […]

ملالې یوسفزۍ، چې د نجونو د زده کړو یوه فعاله او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ده، د اکاډمۍ د جایزې په ۹۵مه دوره کې، د شاه امان خان د مېرمنې ملکې ثریا طرزی سره یو غوږوالۍ اغوستې وه.

اغلې یوسفزۍ رسنیو ته په یوه بریښنالیک کې تایید کړه چې هغه غوږوالۍ چې هغې د اکاډمۍ د “٩۵مې” جایزې په مراسمو کې اغوستې وې د فریډ لیټن لخوا جوړې شوې وې چې “د ١٩٢٠ کلونو پورې اړه لری.” هغه زیاته کړه، دغه غوږوالۍ د ملکې ثریا طرزی او د افغانستان د بدلون د اتلې پورې اړه لری، چې د افغان مېرمنو د زده کړې لپاره یې په فعاله توګه کار کړى دى. هغه د پوهنې وزیر و. هغه وروسته دا (غوږوالۍ) خپلې لور افغان شهزادګۍ عابده بی بی ته ورکړل. د دواړو میرمنو عکسونه شتون لری چې دوی یې په ١٩٣٠ کې اغوستی.

ملاله چې دا مهال ۲۵ کلنه ده، په ۱۹۹۷ کال کې زېږېدلې او د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یې زده کړې کړې دی.

کله چې د سوات په دره کې طالب جنګیالیو نجونو ښوونځی ته د تګ مخه ونیوله، ملالې د ګول مکی په نوم په مجازی پاڼو کې د طالبانو پر ضد مقالې لیکلې.

د یوسفزۍ په وینا، په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسنی وضعیت دویم لامل دی چې ملالې په اوسکار جایزه کې د ملکې ثریا غوږوالۍ اغوستې وې.

هغه وویل، د ملکې ثریا د فعالیتونو برخلاف، چې د ښځو د بنسټیزو حقونو، د هغوى د تعلیم، زده کړې او ازادۍ په برخه کې یې تمرکز کړى و، یوه پېړۍ وروسته د افغانستان اوسنیو واکمنانو ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسی حقونو بې برخې کړې دی.

هغه وویل چې د غوږوالۍ اغوستل دوه متضاد حالتونه منعکسوی: لومړی د ملکې ثریا فعالیت چې د شلمې پیړۍ د دریمې لسیزې په پیل کې د تعلیم، کار او د ښځو د آزادۍ په شمول د ښځو د اساسی حقونو په اړه تمرکز درلود. او دوهم دا چې یوه پېړۍ وروسته افغانستان نن له داسې حالت سره مخ دی چې ښځې او نجونې نه یوازې د کار او زده کړې له حقه محرومې دی، بلکې هغوی په یوازې ځان بل ځای ته هم نه شی تللای. ښاغلی یوسفزی وویل: دا عمل یو قوی پیغام لیږی.

 

خبرگزاری زنان افغان

Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#