د ملګرو ملتونو سازمان نن دوشنبه په دوه تنه طالب چارواکو د سختدریځیو له امله چې د ښځـو په وړاندې یې کارولی د سفر بندیزونه ولګول. د فرانس پریس په حواله نوموړی بندیزونه په ۱۵ طالب چارواکو لګېدلی وو چې د ۱۳تنو طالبان چارواکو لپاره دسفر د بندیز معافیت موده دوه میاشتو ته وغځول شوه […]
د ملګرو ملتونو سازمان نن دوشنبه په دوه تنه طالب چارواکو د سختدریځیو له امله چې د ښځـو په وړاندې یې کارولی د سفر بندیزونه ولګول.
د فرانس پریس په حواله نوموړی بندیزونه په ۱۵ طالب چارواکو لګېدلی وو چې د ۱۳تنو طالبان چارواکو لپاره دسفر د بندیز معافیت موده دوه میاشتو ته وغځول شوه خو د دوه تنو طالب چارواکو لپاره به پلی کېږی.
یو دیپلومات د نوم نه ښودلو په شرط نوموړې سرچینې ته وویل په هغو طالب چارواکو کې د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر سید احمد شیدخیل او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقی حقانی شامل دی چې پر نجونو د محدودیتونو له امله پرې د سفر بندیز ولګېده.