خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو سازمان په ایکسپاڼه لیکلی چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړونکې زلزلې وروسته زرګونه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لری چې ۹۰سلنه یې ښځې او ماشومان دی. یاد سازمان د یو راپور له مخې چې نن ورځ(سه شنبه) د یې په ایکس پاڼه خپور کړى ویلی چې ددې ویجاړونکې زلزلې […]
خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو سازمان په ایکسپاڼه لیکلی چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړونکې زلزلې وروسته زرګونه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لری چې ۹۰سلنه یې ښځې او ماشومان دی.
یاد سازمان د یو راپور له مخې چې نن ورځ(سه شنبه) د یې په ایکس پاڼه خپور کړى ویلی چې ددې ویجاړونکې زلزلې شااوخوا ۹۰سلنه ښځې او ماشومان زیانمن کړی چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لری.
د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کونکې سازمان “اوچا”(OCHA)د یو راپور له مخې په هرات کې وروستیو زلزلې ۴۳زره کسان زیانمن کړی او له ۳۳۰ زیات کورنه ویجاړ شوی.
ددې راپور له مخې په زلزلې کې مرستندویه تاسیسات،کورنه،د اوبو سرچینې او دفترونه سخت زیانمن شوی او وګړی یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لری.
په هرات کې ورستۍ زلزله ددوشنبې په ماښام د ریښتر په کچه ۶،۳درجې وشه چې په ترڅ کې یې دوه تنه موه او ۱۵۰تنه ټپیان شول.
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشردوستانه چارو همغږی کوونکی ډینیل پیټر انډریس ویلی چې مرستندویه سازمانونه دې مرستې له ژمی وړاندې ورسوی ځکه خلک د خوراکی توکو محدودې سرچینې لری،هواپه سړېدو ده او خلک له کورونو بهر ژوند تېروی چې ویجاړ شوی.
په دې راپور کې ویل شوی چې د زلزله ځپلو لپاره یې د مرستو په موخه”لومړنی غبرګون پلان جوړ کړى چې له مخې به یې مرستندویه موسسات ۱۱۴زره اړمنو کسانو سره د خېمو،کمپلو،خوراکی او غیر خوراکی توکو مرستې کوې.
ملګرو ملتونو ژمنه کړې چې د ژوند ژغورنې لپاره به خپلې مرستې دوه برابره زیاتې کړی.