مولوی مطیع‌الله فاروقی د شهید ابودجانه اکاډمۍ مسئول وټاکل سو
مولوی مطیع‌الله فاروقی د شهید ابودجانه اکاډمۍ مسئول وټاکل سو

مولوی مطیع‌الله فاروقی صاحب د محی الجهاد شهید حافظ عبدالرحیم تقبله‌الله زوی، چی په تېر شل کلن جهاد کی زیات وخت د خالد ابن ولید روزنتون او نورو معسکراتو کی اُستاذ پاته سوی، د شهید ابودجانه اکاډمۍ مسئول وټاکل سو. په پیل کی د کندهار د بشری سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مفتی میرزامحمد د […]

مولوی مطیع‌الله فاروقی صاحب د محی الجهاد شهید حافظ عبدالرحیم تقبله‌الله زوی، چی په تېر شل کلن جهاد کی زیات وخت د خالد ابن ولید روزنتون او نورو معسکراتو کی اُستاذ پاته سوی، د شهید ابودجانه اکاډمۍ مسئول وټاکل سو.

په پیل کی د کندهار د بشری سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مفتی میرزامحمد د شهید ابودجانه اکاډمۍ د نوی ټاکل سوی مسئول مولوی مطیع‌الله فاروقی د منظورۍ حکم ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کی وویل، تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل دئ او د مشرتابه له لوری ټولی ټاکنی د سمون په موخه کیږی.
مفتی میرزا محمد په خپلو خبرو کی مولوی مطیع‌الله فاروقی په کار پوه او د زیاتی تجربې خاوند یاد کړ او د شهید ابودجانه اکاډمۍ له ټولو کارکوونکو څخه ئې وغوښتل، چی د ټولو کارونو د پرمختګ په برخه کی د نوی ټاکل سوی مسئول سره همکاری وکړی.

وروسته د شهید ابودجانه اکاډمۍ نوی ټاکل سوی مسئول مولوی مطیع‌الله فاروقی هم خبری وکړې، هغه په خپلو خبرو کی ډاډ وړاندی کړ، چی نوې ورسپارل سوې دنده به هم د پخوا په ډول په ښه ډول مخته یوسی او ددې اکاډمۍ له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو د کارونو په پرمختګ کی ورسره بشپړه همږغی او همکاری وساتی.