نامعلومو وسله والو په زابل ولاین کې یو قومی مشر وژلی دی
نامعلومو وسله والو په زابل ولاین کې یو قومی مشر وژلی دی

د زابل ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په مرکز کلات کې نامعلومو کسانو یو قومی مشر وژلی دی. د زابل ولایت د عامی روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمی وایې چې دغه کس سردار محمد نومېده او د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۳) شپه هغه مهال ووژل سو کله چې یوه محفل […]

د زابل ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په مرکز کلات کې نامعلومو کسانو یو قومی مشر وژلی دی.

د زابل ولایت د عامی روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمی وایې چې دغه کس سردار محمد نومېده او د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۳) شپه هغه مهال ووژل سو کله چې یوه محفل ته روان و چې د زابل په “مالیان” سیمه کې ووژل سو.

د حکیمی په وینا، د وژل شوی کس جسد نن د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.