نن د اسد، ۱۶ په سرخرود ولسوالۍ کې یوه میرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیول شوې. میرمن په لومړیو څیړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی. یاده میرمن چې خپل نوم حفصه ښیی، ادعا کوی چې خاوند یې په نشه یی توکو اخته او د نشه یی توکو پلورل یې هم کول. […]
نن د اسد، ۱۶ په سرخرود ولسوالۍ کې یوه میرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیول شوې.
میرمن په لومړیو څیړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی.
یاده میرمن چې خپل نوم حفصه ښیی، ادعا کوی چې خاوند یې په نشه یی توکو اخته او د نشه یی توکو پلورل یې هم کول.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ لخوا خپره شوې ویډیو کلیپ کې حفصه ادعا کوی چې خاوند یې ورسره د بدفعلی لپاره نور خلک کور ته راوستل چې نور یې ذغم پاې رسیدلی و.
هغه په خپلو خبرو کې ویل:« نن سهار راسره یو کس زیاتی کاوه چې بل کس هم هڅه وکړه، ما یې مخه نیوله چې خاوند مې له ویښتو ونیولم». هغه وایی چې په دې کش وګیر کې یې د خاوند له لاسه سلاح اخیستې او خپل خاوند یې ویشتی دی.
طالب چارواکی وایی چې یاده میرمن به د نورو څیړونو وروسته عدلیی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.
یاده دې وی چې دوه ورځې مخکې هم یو ځوان د خپل کور درې غړی وژلی وو چې په تېښته بریالی شوی و.