ننګرهار؛ اورښتونو سخت مالی زیانونه اړولی
ننګرهار؛ اورښتونو سخت مالی زیانونه اړولی

په ننګرهار کې وړمه ورځ سختو ورښتونو د استوګنې کورنه،کروندې او عامه تاسیسات نړولی چې خلک یې له د ستونزو سره مخ کړی. د بټی کوټ اوسیدونکی وایی چې کورنه او فصلونه ، څاروی او د کور سامانونه یې د سیلاب لاهو کړی. چې د امارات چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوی. د ننګرهار د […]

په ننګرهار کې وړمه ورځ سختو ورښتونو د استوګنې کورنه،کروندې او عامه تاسیسات نړولی چې خلک یې له د ستونزو سره مخ کړی.

د بټی کوټ اوسیدونکی وایی چې کورنه او فصلونه ، څاروی او د کور سامانونه یې د سیلاب لاهو کړی. چې د امارات چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوی.

د ننګرهار د اطلاعات و کلتور ریاست رسنیو ته ویل چې په روداتو ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبه لاندې کړې او په جلال اباد ښار نظراباد سیمه کې یې د کابل جلال اباد په سرک لوې پل نړولی چې خلکو ته یې د تګ راتګ ستونزه جوړه کړې.

د سیمې اوسیدونکی وایی چې تراوسه هیڅ کومې موسسې یاد کوم دولتی بنسټ ورسره لازمې مرستې نه دی کړی. د ډاکترانږ په وینا د سیلابونو وروسته په سیمه کې د ساری ناروغیو د خپریدو امکان شته چې صحت عامې وزارت یې باید د مخنیوی ګامونه واخلی.
د ننګرهار صحت عامې ریاست ویاند نقیب الله رحیمی وایی چې سیمې ته یې روغتیای ټیمونه استولی چې خلکو سره عاجلې روغتیایی مرستې وکړی.

د اسلامی امارات لخوا د ننګرهار مرستیال سرپرست مولوی امین الله نظر اباد سیمې څخه په لیدنه کې خلکو ته د مرستې ډاډ ورکړ او د ټولګټو چارو ریاست و شاروالۍ او مسوولینو ته یې د عاجل کار کولو هدایت وکړ.

د هوا پیژندنې ادارې څو ورځې مخکې په لسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د پیښدو خبر ورکړی و.