جلال اباد ښار ښاری محکمې دوه نارینه او یوه مېرمن، چې پرته له محرمه په یو کور کې اوسېدل له نیولو وروسته محکمې ته معرفی شوی. طالب چارواکی وایی چې د تحقیق، څیړنې، اعتراف او قناعت وروسته یې دوه نرینه او یوه ښځه په ۳۹-۳۹ دورو په عام محضر کې وهلی دی. د طالبانو لخوا […]
جلال اباد ښار ښاری محکمې دوه نارینه او یوه مېرمن، چې پرته له محرمه په یو کور کې اوسېدل له نیولو وروسته محکمې ته معرفی شوی.
طالب چارواکی وایی چې د تحقیق، څیړنې، اعتراف او قناعت وروسته یې دوه نرینه او یوه ښځه په ۳۹-۳۹ دورو په عام محضر کې وهلی دی.
د طالبانو لخوا نومول شوی امیرالمومنین مولا هیبت الله اخوند تېره اوونۍ په خپل یو پیغام کې ویلی و چې په اسلامی امارات کې یوازې قران د قانون په حیث منل کیږی؛ د انسانانو په لاس جوړ شوی قوانین نه منی.