ننګرهار او کنړ ولایت کې د تیرو دوه ورځو راهیسې د زلزلو ټکانونه احساسیږی
ننګرهار او کنړ ولایت کې د تیرو دوه ورځو راهیسې د زلزلو ټکانونه احساسیږی

نن چهارشنبه د سنبلې ۱۶ په کنړ ولایت او د ننګرهار په دره نور کې د زلزلې ټکانونه احساس شوی. د سیمې اوسیدونکو خبرګذاری زنان ته په تیلفونی خبرو کې ویل چې له تېرو دوه ورځو راهیسې کابو دیرش ځل زلزله شوې. د زلزلې دا لړۍ د تېرې دوشنبې شپې څخه دوام لری چې د […]

نن چهارشنبه د سنبلې ۱۶ په کنړ ولایت او د ننګرهار په دره نور کې د زلزلې ټکانونه احساس شوی. د سیمې اوسیدونکو خبرګذاری زنان ته په تیلفونی خبرو کې ویل چې له تېرو دوه ورځو راهیسې کابو دیرش ځل زلزله شوې.

د زلزلې دا لړۍ د تېرې دوشنبې شپې څخه دوام لری چې د مرګ ژوبلې سره یې د خلکو په منځ کې ډار هم خپور کړی دی. د کنړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکی وایی چې د زلزلې پر وخت یې د غرونو څخه ډارونکی غږونه هم اوریدی.

د نړۍ والو ادارو د راپورونو پر اساس د یادې زلزلې مرکز د کنړ اسعداباد په ۱۸ کیلومترۍ کې دی. یاده دې وی چې دوه میاشتې مخکې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې هم شدیدې زلزلې شوې وې چې تلفات یې درلوده.