طالب چارواکی وایی چې د ننګرهار د بټیکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جلالاباد – تورخم پر لویه لار د دوو بار وړونکو او یو مسافر وړونکی موټر د ټکر له امله ۲ تنه مړه شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی. د ننګرهار صحت عامې ریاست منی چې د بټی کوټ ولسوالۍ په […]
طالب چارواکی وایی چې د ننګرهار د بټیکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جلالاباد – تورخم پر لویه لار د دوو بار وړونکو او یو مسافر وړونکی موټر د ټکر له امله ۲ تنه مړه شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
د ننګرهار صحت عامې ریاست منی چې د بټی کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ټکر له امله دوه جسدونه او ۶ ټپیان ور وړل شوی.
یاده دې وی چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو وروسته لویه مرګ ژوبله د ترافیکی پیښو له امله رامنځته کیږی لامل یې د لویو لارو غیر معیاری جوړښت بلل کیږی.