ننګرهار: د طالبانو په راتګ سره زموږ سوداګری په ټپه ولاړه ده، خو ښځې غواړی خپل کاروبار او پانګونې ته پراختیا ورکړی
ننګرهار: د طالبانو په راتګ سره زموږ سوداګری په ټپه ولاړه ده، خو ښځې غواړی خپل کاروبار او پانګونې ته پراختیا ورکړی

خبرگزاری زنان افغان: په ننګرهار کې د لومړی ځل بیا لپاره د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پراختیا ورکړی، چې پر دغه ولایت سربېره د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د ښځینه سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو حل لپاره به کار کوی. د ننګرهار ولایت ښځینه صنعتکارانې سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چې د […]

خبرگزاری زنان افغان: په ننګرهار کې د لومړی ځل بیا لپاره د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پراختیا ورکړی، چې پر دغه ولایت سربېره د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د ښځینه سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو حل لپاره به کار کوی.

د ننګرهار ولایت ښځینه صنعتکارانې سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چې د جمهوری نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې کاروبار سخت زیانمن شوی دی.

صنعتکارانې وایی، پر ښځو د طالبانو محدودیتونه او پراخ شوی اقتصادی ناورین سبب شوی، چې زرګونه صنعتکارې مېرمنې بې او ګڼو ستونزو سره مخامخ شی.

ځینو دغو ښځینه صنعت کارانو له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د خپلو فعالیتونو د شاوخوا ۹۰ سلنه ټکنی کیدو شکایت وکړ. خو پر دغه ولایت سربېره د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د ښځینه سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو حل لپاره به کار کوی. تر څو د دغو ولایتونو ښځینه هم وکولای شی خپل سوداګرو او پانګه‌والى صنعت ته وده وکړى٠

دوی له نړیوالو مرستندویانو غواړی، چې د بشری او اقتصادی مرستو ترڅنګ دې د افغانستان د صنعت د ژوندی ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او پرې نه ږدی، چې د افغانستان صنعت او اقتصاد سقوط شی.

خبرگزاری زنان افغان