د طالبانو په راتګ سره په ننګرهار پوهنتون کې ټولې هغه برنامې په ټپه ودریدلی چې د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار کاوه. له دې مخکې په ننګرهار پوهنتون کې د سولې مرکز، اندیشه وران افغان، د افغان ښځو تعلیمی مرکز، هیله اداره… او دې ته ورته نورو ادارو د محصلینو د وړتیاو […]
د طالبانو په راتګ سره په ننګرهار پوهنتون کې ټولې هغه برنامې په ټپه ودریدلی چې د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار کاوه.
له دې مخکې په ننګرهار پوهنتون کې د سولې مرکز، اندیشه وران افغان، د افغان ښځو تعلیمی مرکز، هیله اداره… او دې ته ورته نورو ادارو د محصلینو د وړتیاو د لوړونې لپاره فعالیت کوه؛ چې اوس په بشپړه ډول بند دی او یا یې له هیواده وتلی دی.
سلګۍ مومند د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی محصله ده. له دې مخکې یې په بیلابیلو پروګرامونو کې برخه اخیستې وه خو اوس یوازې تر صنف او چپټر پورې محدوده ده.
هغې خبر ګذاری زنان ته ویل« دا سیمسټر نوی پیل شوی خو برنامې هیڅ نه شته. هر څه په ټپه ولاړ دی. که مونږ همداسې فارغ شوو نو د ماسټرۍ لپاره د نصاب پرته د بل هیڅ فعالیت سند په لاس ونه لرو».
د ننګرهار پوهنتون د نشریاتو ریاست مسوولین یاده ستونزه منی خو زیاتوی چې لا هم چاپیریال دې ته برابر نه دی چې له نصاب پرته نورې برنامې دې پر لاره واچول شی خو راتلونکې کې به هر څه فعال شی.
یاده دې وی چې له دې مخکې په ننګرهار پوهنتون کې د فارغو محصلانو ټولنې هم خپل فعالیت بند کړی چې لامل یې تراوسه معلوم نه دی.