کبانو فارمونه په ننګرهار کې د بې روزګاره ځوانانو لپاره د عاید په یوه ښه سرچینه د بدله شوې چې ډیرۍ کورنۍ پرې د خپل ژوند چارې په عادی ډول پرمخ بیایی. دې سره په څنګ د ننګرهار کانال ریاست هم په ثمرخیلو سیمه کې په ۷۶ جریبه ځمکه ۳۶ فارمونه جوړ کړی دی. په […]
کبانو فارمونه په ننګرهار کې د بې روزګاره ځوانانو لپاره د عاید په یوه ښه سرچینه د بدله شوې چې ډیرۍ کورنۍ پرې د خپل ژوند چارې په عادی ډول پرمخ بیایی.
دې سره په څنګ د ننګرهار کانال ریاست هم په ثمرخیلو سیمه کې په ۷۶ جریبه ځمکه ۳۶ فارمونه جوړ کړی دی. په دې فارمونو کې پنځه ډوله کبان روزل کیږی، چې په نیژدې راتلونکې کې به یې بازار ته وړاندې کړی.
د کانال ریاست د چارواکو په وینا؛ دوی هڅه کوی چې راتلونکې کال په دې فارمونو کې پراختیا راولی چې د بازار اړتیاوې په کور دننه پوره کړی.
اوس مهال د پاکستان د کراچۍ ښار څخه کبان افغانستان ته واردیږی چې په کابو یوه اوونۍ وخت نیسی.