د ننګرهار صحت عامې ویاند نقیب الله رحیمی وایی چې پرون شنبه یې د ننګرهار په صحت عامه کې د سی ټی سکن ماشین بیا ځلې فعال کړ. نوموړی ویل چې دا ماشین به د ناروغانو لپاره له سهار ۷ بجو څخه تر ماسختن ۱۰ بجو پورې فعال وی؛ چې د ناروغانو ستونزې به حل […]
د ننګرهار صحت عامې ویاند نقیب الله رحیمی وایی چې پرون شنبه یې د ننګرهار په صحت عامه کې د سی ټی سکن ماشین بیا ځلې فعال کړ.
نوموړی ویل چې دا ماشین به د ناروغانو لپاره له سهار ۷ بجو څخه تر ماسختن ۱۰ بجو پورې فعال وی؛ چې د ناروغانو ستونزې به حل کوی.
د جلال اباد ښار اوسیدونکو په وینا چې د صحت عامې په ودانۍ کې داسې دستګاوې نورې هم شته خو د مافیا کړیو لخوا یې د فعالیدو مخه نیول کیږی. یو تن درمل پلورونکی خبر ګذاری زنان ته ویل:« د دې ماشین د مخنیوی لپاره هغه خلکو هڅه کوله چې په خپلو شخصی روغتونونو کې یې دا ماشین نصب او له ناروغانو د یوې ایکسرۍ ۴۰۰۰ افغانۍ اخیستې».
له دې مخکې هم په ننګرهار کې د اکسیجن د کمښت او پر هغه د مافیا ډلو کنټرول په اړه ګنګوسې وې خو د ننکرهار صحت عامې ویاند دا خبرې ردوی او وایی چې طالبان د خلکو خدمت لپاره د هر چا سره حساب کوی.