ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره د ښځو له ګډون پرته ترسره شوه
ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره د ښځو له ګډون پرته ترسره شوه

نن چهارشنبه د نارنج ګل مشاعره چې شااوخوا پنځوس کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د پسرلې په لومړیو کې نماځل کېږی د ښځینه شاعرانو له ګډون پرته ترسره شوه. د نارنج ګل دودیزه مشاعره سږ کال د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار په شیرزی لوبغالی کې د اطلاعات و کلتور ریاست لخوا جوړه شوې […]

نن چهارشنبه د نارنج ګل مشاعره چې شااوخوا پنځوس کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د پسرلې په لومړیو کې نماځل کېږی د ښځینه شاعرانو له ګډون پرته ترسره شوه.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره سږ کال د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار په شیرزی لوبغالی کې د اطلاعات و کلتور ریاست لخوا جوړه شوې وه چې پکې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو څخه شاعرانو،د اسلامی امارت چارواکو او د شعر مینوالو برخه اخیستې وه.
په یاده مشاعره کې د د ننګرهار لپاره د طالبانو اطلاعاتو کلتور رئیس قاری نورمحمد حنیف وویل چې مشاعره یې په ولسی بڼه او د هر ډول سانسور پرته جوړه کړې چې پکې د هیواد شاعرانو او فرهنګیانو برخه اخیستې.
اطلاعاتو فرهنګ ریاست باختر آژانس مدیر قریشی بدلون له شاعرانو وغوښتل چې د داسې شعرونه وړاندې کړی چې د امن،ورولۍ،هیواد آبادۍ په هکله وی او ښه پیغام ولری.
په یاده مشاعره کې شاعرانو د رنګینیو،سولې،ملی،حماسی شعرونه وویل.
د یادې مشاعرې لومړۍ برخه له ماسپښین څخه پیل چې تر مازدیګره یې دوام وکړ.
ټاکل شوې چې د مشاعرې دوهمه برخه به له ماښامه پیل او د شپې تر ناوخته به دوام وکړی چې پکې به د افغانستان نامتو شاعران( سمیع الله تړون،مطیع الله تراب،شفیع الله بابرزى،عزت الله ځواب )خپل شعرونه وړاندې کړی.
نوموړې مشاعره هر کال د ورې په لومړیو ورځو کې نماځل کېږی چې پکې نارینه او ښځینه شاعران خپل شعرونه اوروی خو دا ځل اسلامی امارت ښځینه شاعرانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې