ننګرهار کې د ښوونځیو زده کوونکی شکایت کوی چې له کلونو
ننګرهار کې د ښوونځیو زده کوونکی شکایت کوی چې له کلونو

راهیسې د کتابونو له کمښت سره مخ دی او له همدې امله یې د کال په پای کې تدریسی بهیر نیمګړی پاتې کیږی. ـــــــ د ننګرهارد پوهنې ریاست مسوولین وایی، د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې یې هغو ښوونځیو ته د درسی کتابونو د ویش لړۍ پیل کړې چې اوس مهال یې زده کوونکی […]

راهیسې د کتابونو له کمښت سره مخ دی او له همدې امله یې د کال په پای کې تدریسی بهیر نیمګړی پاتې کیږی.
ـــــــ
د ننګرهارد پوهنې ریاست مسوولین وایی، د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې یې هغو ښوونځیو ته د درسی کتابونو د ویش لړۍ پیل کړې چې اوس مهال یې زده کوونکی له کمښت سره مخ دی.
د پوهنې وزارت د تدریسی کتابونو د چاپ او وېش مشاور بهرام همراه وایې، چې دا کتابونو له لومړی تر دولسم ټولګیو ویشل کیږی .
هغه وایی د دې کتابونو په وېشلو سره به په دې برخه کې ۷۰ سلنه ستونزې هوارې شی.
همراه زیاتوی:« هغه پروژه چې کار لاندې ده، ۳ اعشاریه ۴ میلیونه درسی کتابونه ننګرهار ولایت لپاره په نظر کې نیول شوی، چې اوس لپاره یې ۲اعشاریه ۹ ملیونه اوس وېشو او پاتې نور به یې راتلونکی میاشت کې پیل شی، او په دې سره به په مکاتبو کې د کتابونو د کمښت ستونزه حل شی.))
په ورته مهال د ښوونځیو زده کوونکی هم د تدریسی کتابونو له ویش خوښ دی خو غوښتنه کوی چې حکومت دې د ښوونځیو د تدریسی بهیر پر وړاندې د کتابونود کمښت او نورو ستونزو لپاره اقدامات جدی کړی.
د ننګرهار د پوهنې رئیس حبیب حضرت حقانی بیا د کتابونو او په ښوونځیو کې د ودانیو د نشتون ستونزه منی، خو وایی د حل لپاره یې دوی پلان نیولی او ژر به شته ستونزو ته حل لار وګوری.
حقانی زیاتوی:«د پوهنې وزارت له لوری ننګرهار ولایت ته درې عشاریه څلور میلیونه تدریسی کتابونه ورکړل شوی، چې نن یې د ویش لړۍ دجلال اباد ښار عبدالوکیل لېسې څخه وشوه په دې کتابونو سره به یو څه ستونزه حل شی؛ خو نورو ډیرو کتابونو ته اړتیا شته او دحل ډاډ یې راکړل شوی دی.»
د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د کتابونو له کمښت سربیره ۱۴۸ ښوونځی ودانۍ، ۳۵۰ د احاطې دیوالونه او د ۲۲۱ ښوونځیو زده‌کوونکی د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری،چې دوی به یې د حل لپاره په منظم ډول اقدام کوی.
دوی وایی په ټول ننګرهار کې د نجونو په ګډون څه باندې اته سوه زره زده‌کوونکی د پوهنې ریاست په چوکاټ کې زده‌کړې کوی.