د عاشورا مراسم چې د محرم په لسمه نېټه لمانځل کېږی، د الصدر له تاریخی پېښو څخه ده چې شیعه ګان یې درناوی کوی او دا مراسم هر کال په اسلامی هېوادونو کې ترسره کېږی. په کندهار کې نن دوشنبه د اګست په اتمه (۱۷ اسد) د عاشورا مراسم تر سره شول، خو ډېر محدود […]
د عاشورا مراسم چې د محرم په لسمه نېټه لمانځل کېږی، د الصدر له تاریخی پېښو څخه ده چې شیعه ګان یې درناوی کوی او دا مراسم هر کال په اسلامی هېوادونو کې ترسره کېږی.
په کندهار کې نن دوشنبه د اګست په اتمه (۱۷ اسد) د عاشورا مراسم تر سره شول، خو ډېر محدود وو، ځکه طالبانو د عاشورا عمومی رخصتی له تقویم څخه لرې کړه او طالبانو هم د عاشورا د رخصتۍ لغوه کېدل تایید کړل.
په کندهار کې طالب چارواکو د محرم الحرام ماتم کوونکو ته ویلی چې عاشورا یوازې په جوماتونو کې ولمانځی او امنیتی ګواښونه یې د عاشورا پر مراسمو د بندیزونو د لګولو لامل بللی دی.