د کابل پوهنتون پخوانی استاد فیضالله جلال وایی نه د طالبانو مشر هیبت الله اخونزاده د پښتنو استازی دی او نه د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د تاجکو استازی دی.
هغه زیاتوی چې په افغانستان کې ځینې خلک یو کس خپل اتل بولی، معنی یې دا نه ده چې همدا یوازینی اتل دی، بلکې په ټول افغانستان کې نور ډېر اتلان هم موجود دی.
جلال همدارنګه وایی چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ مخالفت د بهرنیانو اجنډا ده او غواړی چې د افغانستان قومونه په خپلو کې مخالف کړی او د یو بل مخې ته یې ودروی.
د کابل پوهنتون دا پخوانی استاد چې پر طالبانو د نیوکو وروسته بندی شوی و او اوس له هیواده بهر اوسېږی، له خبریال مختار لشکری سره په خبرو کې وایی، دا لویه تېروتنه ده چې د افغانستان یو قوم دې یوازې خپل اتل په زوره په نورو قومونو ومنی او ودې وایی چې هیواد کې همدا یو اتل دی.
د استاد جلا څرګندونې په داسې حال کې خپرېږی چې څو ورځې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د ولسی جرګې پخوانۍ استازې شکریه بارکزې خبرو غبرګونونه را پارولی وو.
نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی وو چې نه ورته د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر اتل دی او نه پخوانی جهادی قومندان احمد شاه مسعود. بارکزۍ زیاته کړې وه چې دا دواړه څهرې د ځینو کسانو لپاره اتلان دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس