نوی تعلیمی کال پیل:طالبانو نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځی ته ولاړ شی
نوی تعلیمی کال پیل:طالبانو نجونو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځی ته ولاړ شی

خبرگزاری زنان افغانستان: نن د سنبلې ۱۵ مه نېټه ده، په کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې چې د افغانستان په تودو سیمو کې له کلنیو رخصتیو وروسته د تعلیمی کال د پیل ورځ ده. که څه هم د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت کره شمېره نه ورکوی، خو وایی چې ډېر […]

خبرگزاری زنان افغانستان: نن د سنبلې ۱۵ مه نېټه ده، په کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې چې د افغانستان په تودو سیمو کې له کلنیو رخصتیو وروسته د تعلیمی کال د پیل ورځ ده.

که څه هم د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت کره شمېره نه ورکوی، خو وایی چې ډېر شمېر زده کوونکی ښوونځیو ته د تګ تمه لری.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر مخ تړلې دی.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی، سرپرست حکومت اعلان کړی چې نن د هېواد په تودو سیمو کې نوی تعلیمی کال پیل شو.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د هېواد په تودو سیمو کې به تعلیمی نصاب پیل شی.

د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت سرپرست مولوی حبیب الله اغا د هېواد په تودو سیمو کې د نوی تعلیمی کال د پیل په مناسبت وویل چې: د پوهنې وزارت یو ځل بیا زده کوونکو ته ډاډ ورکوی چې په دې برخه کې به هیڅ راز غفلت نه کوی. د ښوونیز نظام د متوازن او سوکاله پرمختګ لپاره هر ډول هڅه کوی.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګی پورې د کورسونو د پیل په اړه څه نه دی ویل شوی.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی په خپله وروستۍ وینا کې ویلی، چې د نجونو زده کړه د ټولنې اړتیا ده او دا بندیز به هغه مهال لیرې شی، چې شرایط برابر شی.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې ۷۰۰ ورځې کېږی چې تر شپږم ټولګی پورې زده کوونکی ښوونځی ته نه شی تلای، له دې وړاندې د اسلامی امارت رهبری شورا له شپږم ټولګی څخه پورته د ښځینه زده کوونکو پر ورتګ د منع فرمان صادر کړی و، چې په ملی او نړیواله کچه و.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په سړو سیمو کې تعلیمی کال هر کال د سنبلې په میاشت کې پیلېږی.