د اروپایی ټولنې غړې هانا نیومن وایی نړۍ افغانستان پرېښی، مخ یې ترې اړولی او اوس د افغانستان لپاره هېڅ ډول عملی پلان نه لری.
نیومن اروپایی پارلمان ته یوې وینا کې زیاتوی چې نړۍ د افغانستان لپاره هېڅ ډول عملی پلان نه لری او او نه پوهېږی چې افغانستان کې د بشری حقونو د خوندیتوب، د ښځو او نجونو د ملاتړ او د افراطیت د مخنیوی لپاره څه وکړی.
نوموړې نیوکه کوی چې موږ افغانستان پرېښوده او مخ مو ترې واړوه، خو په وینا یې دا «انتخاب» نه دی؛ او زیاتوی چې باید نړۍ د افغانستان پر وړاندې خپل حداقل مسوولیت ترسره او ځینې ممکن ګامونه پورته کړی.
هانا نیومن د هغو میکانیزمونو د تقویه کولو غوښتنه کوی چې د بشری حقونو سرغړونکی حساب ورکولو ته حاضروی او وایی بشری مرستې دې زیاتې شی چې افغانو ښځو او نجوو ته ورسېږی.
د اروپایی پارلمان غړې همدارنګه هغو افغانانو ته د ویزو او پناه ورکولو غوښتنه کړې چې په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې خطر سره مخ دی.
نوموړې یاده غوښتنه په داسې وخت کې کوی چې د آلمان دولت وایی د نورو افغان کډوالو ستنولو لپاره د پروازونو په پلانولو لګیا دی.
نیومن ګواښ کوی چې که هر څومره لوړ دیوالونه ووهل شی، په افغانستان کې رامنځته شوی افراط به هغه هیواد پورې محدودیت پاتې نه شی او په وینا یې لویدیځې نړۍ ته به خپور شی.
دوه ورځې وړاندې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه ګزارش کې ویلی وو چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو شتون ته اندېښمنه ده.
له بلې خوا طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوی او په خپلو وینا او کتنو کې بهرنیو هیوادونو ته ډاډ ورکوی چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد نه کارېږی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس