د نړیوال بانک راپور چې د یکشنبې په ورځ (۲۲ میزان) خپور شو، ښیی چې نړۍ په بې وزلو هېوادونو کې د «سختې بې وزلۍ» د له منځه وړلو له هڅو څخه شاته شوې ده.
د دې راپور پر بنسټ، رویټرز لیکلی چې نړیوال بانک د نړۍ د بې وزلو هیوادونو وضعیت ته د رسیدو لپاره د خپل تمویل فنډ د بیارغولو لپاره سل ملیارد ډالرو ته اړتیا لری.
د نړیوال بانک د راپور له مخې د نړۍ ۲۶ بې وزله هیوادونه چې ۴۰ سلنه بې وزله وګړی لری اوس له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر بل هر وخت زیات پوروړی دی او د طبیعی پیښو او نورو پیښو له امله زیانمن شوی دی.
که څه هم په دې راپور کې د افغانستان په اړه مشخصه نه ده ذکر شوې؛ خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د هغو څو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون او طبیعی پېښو له امله تر ټولو ډېر زیانونه اوښتی او د هېوادوالو اقتصادی وضعیت یې په لوړه کچه کې دی او په دغه هېواد کې بشری ناورین روان دی.
په همدې حال کې افغانستان د ۲۰۲۴ کال د لوږې په نړیوال شاخص کې د ۳۰.۸ نمرو په لرلو سره د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې ۱۱۶ ځای لری.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس