نیمروز کې یوه سړی د خپلې کورنۍ نهه غړی وژلی دی
نیمروز کې یوه سړی د خپلې کورنۍ نهه غړی وژلی دی

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد مهاجر له خولې وایی، چې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې یوه سړی د خپلې کورنۍ نهه غړی په بې رحمانه ډول وژلی دی. دغه کس چې ویس نومیږی د فراه ولایت د قلعه زال ولسوالۍ اوسیدونکی دی. د رسنیو په خبره ، چې […]

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد مهاجر له خولې وایی، چې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې یوه سړی د خپلې کورنۍ نهه غړی په بې رحمانه ډول وژلی دی. دغه کس چې ویس نومیږی د فراه ولایت د قلعه زال ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د رسنیو په خبره ، چې دغه سړی خپله مېرمن، ماشومان او خسر د نامعلومو دلایلو له مخې وژلی او له کوره تښتېدلی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د نیمروز ولایت یوې باوری امنیتی سرچینې د پېښې پخلى کړى او ویلی یې دی، چې دغه سړى د زرنج اوسنى اوسېدونکى و او تېر ماښام یې د خپلې کورنۍ ټول غړی وژلی دی.