هالند له افغانستان سره ۱۵ میلیون یورو مرسته وکړه 
هالند له افغانستان سره ۱۵ میلیون یورو مرسته وکړه 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، هالنډ د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، هالنډ د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان له بشری مرستو صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا نن (یکشنبه، ۱ میزان) په ایکس کې لیکلی چې هالینډ، د دریم لوی تمویل کونکی په توګه، له ۲۰۱۶ راهیسې له ۸۹ ملیون یورو څخه ډیر مرسته کړې.

سږ کال” اوچا” د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو وایی چې تر اوسه یې یوازې ۲۵ سلنه

مرستې ترلاسه کړی دی.

دغه دفتر وایی، په روان ژمی کې په افغانستان کې د زیانمنو سیمو د حل لپاره ۶۰۳.۵ میلیونه ډالرو مرستو ته په عاجله توګه اړتیا ده.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس