د هلمند سیمهییز چارواکی وایې، د دې ولایت په واشېر ولسوالۍ کې یو ملکی کس په مرموز ډول وژل شوی دی. هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوی محمد قاسم ریاض رسنیو ته وویل، وړمه ورځ “جمعه، د حوت په ۲۰ ” د واشېر ولسوالۍ د پیراباد سیمه کې یو جسد […]
د هلمند سیمهییز چارواکی وایې، د دې ولایت په واشېر ولسوالۍ کې یو ملکی کس په مرموز ډول وژل شوی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوی محمد قاسم ریاض رسنیو ته وویل، وړمه ورځ “جمعه، د حوت په ۲۰ ” د واشېر ولسوالۍ د پیراباد سیمه کې یو جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوی دی.
هغه وایی، د محمد ابراهیم په نوم دغه کس چې شخصی کاروبار یې کاوه، په چړو وهل شوی او سر یې له تنه غوڅ شوی دی.
ښاغلی ریاض وویل، د وژل شوی کس په تور طالبانو دوه کسان نیولی او څیړنې ترې روانې دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ارزګان کې هم د تیر نظام یو نظامی کس د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی و.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته مرموزې وژنې زیاتی شوی دی او هره ورځ په بیلابیلو ولایتونو کې خلک وژل کیږی.