سرچینې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي برید خبر ورکوي. یوې سرچینې خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلي، چې دغه برید د پنجشنبې په شپه د سنبلې ۱۷ مه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه لوا شوی دی. د دغه هوايي برید په پایله کې د طالبانو د […]
سرچینې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي برید خبر ورکوي.
یوې سرچینې خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلي، چې دغه برید د پنجشنبې په شپه د سنبلې ۱۷ مه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه لوا شوی دی.
د دغه هوايي برید په پایله کې د طالبانو د لوا د قومندان په ګډون ۲۱ تنه نور طالبان وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه پوځي مرکز کې پر مرګ ژوبلې سربېره يو شمېر تاسيسات هم سوځېدلي دي.
که څه هم سرچينه په دې پېښه کې د يو شمېر وسله والو طالبانو د ټپي کېدو پخلى کوي، خو د ټپيانو د کره شمېر په اړه څه نه وايي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد ځینې برخې د هوايي بریدونو شاهدې دي.
تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو وخت په وخت پر امريکا د افغانستان له هوايي حريم څخه د سرغړونې تورونه لګولي، خو په خپلواکه توګه دغه بريدونه نه تاييدوي.
خبرگزاری زنان افغانستان