هلمند کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰۰خوارځواکه ماشومان روغتون کې بیستر شوی دی
هلمند کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰۰خوارځواکه ماشومان روغتون کې بیستر شوی دی

هلمند کې کې د روغتیا مسوولین وایی، یوازی په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوی دی. هلمند کی د شدیدو خوارځواکه ماشومانو د داخلی بستر مسوول ډاکټر بسم الله احمدزی رسنیو سره د یوې مرکې پرمهال وویل چې په دغه ولایت کې ورځ تربلی په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر […]

هلمند کې کې د روغتیا مسوولین وایی، یوازی په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

هلمند کی د شدیدو خوارځواکه ماشومانو د داخلی بستر مسوول ډاکټر بسم الله احمدزی رسنیو سره د یوې مرکې پرمهال وویل چې په دغه ولایت کې ورځ تربلی په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیاتیږی او په تیرو ۶ میاشتو کې دوئ ۱۵۰۰ داسی ماشومان د درملنی په هدف بیستر کړی دی چې له خوارځواکۍ څخه کړیدل.

هغه وایی په بیستر شوو ماشومان کې ۷۲۰ تنه روغ شوی ۳ تنه مړه شوی ۲۰ تنه د ښه درملنی په هدف کندهار او کابل ته انتقال شوی اوپاته نور لاهم بیستر دی.

بیستر شوو ماشومان کې ۷۲۰ تنه روغ شوی ۳ تنه مړه شوی ۲۰ تنه د ښه درملنی په هدف کندهار او کابل ته انتقال شوی اوپاته نور لاهم بیستر دی
نوموړی زیاتوی چی د لوږی پر وړاندی د مبارزې یا TFU کلینک ته د هلمند تر څنګ د کندهار ولایت د یوشمېر ولسوالیو څخه هم په خوراځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږی، چی په وینا یې په کلینیک کی هره ورځ هغو مېرمنو ته چی د خپلو ماشومانو سره پایوزانې وی د سوء تغذې د مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکوی.

دغه راز د سوء تغذیې د برخې ډاکتره نظیفه واحدی وایی، د پیدایښت ورسته زیات شمېر مېندې خپل ماشومان سم نه تغذیه کوی نوموړې زیاتوی چی هر ماشوم ته باید تر ۲ کلنۍ پوری د مور شیدې ورکړل شی.

واحدی وایی په خوارځواکۍ زیاتره تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږی ،چی علت یې د مېندو د ځان او ماشوم حفظ الصحې ته نه پاملرنه ، د ماشومانو تر منځ د زېږون د واټن نه مراعت او په ټولنه کی د عامه پوهاوی نشتووالی دی .

هغې وویل؛ د مور شېدې د ماشومانو لپاره زیاتې ګټورې او ماشوم له ګڼو ناروغیو ژغوری .

ډاکترې نظېفې پر ورته مهال له مېرمنو او د کورنیو له مشرانو غوښتنه وکړه، چی خپلو ماشومانو ته د پوډری شېدو د ورکولو ډډه وکړی ځکه؛ د دې په وینا افغانستان ته بېلا بېل ډول بې کیفیته پوډری شیدې را واردېږی ،چی د ګټې پر ځای یې زیانونه زیات دی.

د مور شېدې د ماشومانو لپاره زیاتې ګټورې او ماشوم له ګڼو ناروغیو ژغوری .
پر ورته وخت یوشمېر مېرمنو چی یاد کلینیک ته یې خپل ماشومان د درملنې په موخه راوړی وایی،چی بې وزلۍ له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوی او اوس یې د خوراځواکۍ د درملنې په کلینیک کی بستر کړی دی.

دوئ وایی، چی دلته یې نه یوازی دا چی په ښه توګه د ماشومانو درملنه کېږی بلکی د ډاکترانو لخوا ورته عامه پوهاوی هم ورکول کېږی.

دوئ زیاتوی،چی یوه میاشت وړاندی یې ماشومان د درملنې په موخه کلینیک ته راوړی خو، د ډاکترانو د ښې درملنې له امله یې اوس ماشومان چاغ او روغتیایی حالات یې ښه شوی دی.

د ډاکترانو د ښې درملنې له امله یې اوس ماشومان چاغ او روغتیایی حالات یې ښه شوی دی.
د ماشومانو د ساتنې صندوق ‘save the children’ په خپل تازه راپور کې د افغان ماشومانو وضعیت ته کتنه کړې، دغه صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلی، په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دی.

سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز په یو غږیز پیغام کې ویلی، په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه برابره زیات شوی دی.

د مېرمن روز په خبره دا یوه لویه ستونزه ده ځکه ماشومان د اړتیا وړ روغتیایی توکو ته لاس رسۍ نه لری او یو شمېر ماشومان هم د ډاکټرانو او د درملو د نشتون له امله له درمنلې وړاندې له روغتونه کور ته لېږل کېږی.

‏د خوړو د نړیوال پروګرام د نوې څېړنې نتیجه ښیی چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړی د خوړو خوندیتوب نه ‌لری او دغه بحران لا د ژور کېدو په حال کې دی.

دغه سروې ښیی چې افغانستان کې د خوړو او تغذیې وضعیت په دوامداره توګه د خرابېدو په حال کې دی او تر اوسه داسې کوم منظم پلان شتون نه لری چې دغه حالات کنترول کړی.