هلمند کې طالبان وایی ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند “کمپرک دښت” سیمه کی د کوکنارو یو “نېښګر” د تاریاکو د خوړلو له امله مړ شوی دی. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وایی، دغه نامعلوم هویته کس د کوکواغا دربار ته څیرمه د کوکنارو په یوه پټی کې […]
هلمند کې طالبان وایی ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند “کمپرک دښت” سیمه کی د کوکنارو یو “نېښګر” د تاریاکو د خوړلو له امله مړ شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وایی، دغه نامعلوم هویته کس د کوکواغا دربار ته څیرمه د کوکنارو په یوه پټی کې نېښګر و.
د هغه په وینا چې مړی یې د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدولی او هڅه کوی خپلوان یې پیدا کړی.
د افغانستان په سویلی ولایتونو کې اوس د کوکنارو د نیښ وهلو او راټولولو وخت دی او زیات ځوانان په نیښ وهلو بوخت دی ترڅو ځان او کورنی ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړی.