خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار وایی، په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو وضعیت ته په کتو باید افغان مېرمنې د خپل هېواد د راتلونکی په اړه په هر ډول خبرو اترو په ځانګړی ډول د سولې د هڅو په اړه […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار وایی، په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو وضعیت ته په کتو باید افغان مېرمنې د خپل هېواد د راتلونکی په اړه په هر ډول خبرو اترو په ځانګړی ډول د سولې د هڅو په اړه د ملګرو ملتونو غونډو کې ګډون ولری.
مېرمن بار د سهشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه کې د ښځو، سولې او امنیت د مدنی ټولنې پرانیستی لیک شریک کړ او زیاته یې کړه، چې د بشری حقونو د څار سازمان د سولې د خبرو اترو په ټولو بهیرونو کې د ښځو د بشپړ ګډون په اړه او دغه راز د خپلو هېوادونو د راتلونکی په اړه دا مهم لیک لاسلیک کړ.
په دغه پرانیستی لیک کې چې ملګرو ملتونو ته په خطاب کې راغلی او د ښځو، سولې او امنیت د کلنۍ غونډې له پیل څخه مخکې له دغه سازمان څخه غوښتل شوی چې د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو فعال، خوندی، با معنی او مساوی حضور ته پاملرنه وکړی.
په دغه لیک کې د ښځو د بشری حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې، د ۱۶ نورو هېوادونو د ښځو تر څنګ افغانستان هم یاد شوی او ټینګار شوی چې ښځې باید په هغو غونډو کې چې په دې اړه بحثونه کېږی، هر اړخیز، برابر او با معنی حضور ولری.
په لیک کې راغلی چې د مساوی ګډون هدف د ښځو ۵۰ سلنه ګډون دی.
د بشری حقونو د څار ترڅنګ، د بخښنې نړیوال سازمان او یو شمېر نورو سازمانونو هم دغه لیک لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو د حقونو او بشری حقونو فعالان وایی، سره له دې چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دی، خو د دوی استازی په غونډو کې شتون نهلری.
ورځ تر بلې د ښځو وضعیت افغانستان کې خرابیږی او په ټوله مانا ښځې له ټولنې څخه حذف شوی دی، په کور کېنول شوی دی، نو دې ته زیاته اړتیا لیدل کېږی چې د ښځو ګډون په ټولو غونډو، په ټولو فلټفارمونو کې باید شتون لری او د دوی غږ باید واخیستل شی.”
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغان مېرمنو اعتراض کړی و، چې د دوحې او د ملګرو ملتونو نورو غونډو ته د دوی استازی نه و بلل شوی.
اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې د کار، مطالعې، زدهکړې او ځینو نورو ټولنیزو فعالیتونو په ګډون له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دی.