په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې(UNAMA)د طالبانو ورستۍ طرحې چې د حجاب په اړه یې صادر کړى د یوې اعلامیې له مخې اندیښنه څرګنده کړې په اعلامیه کې راغلی “یوناما د طالبانو د چارواکو د نن ورځې اعلان په اړه ژوره اندیښنه لری چې ټولې ښځې باید خپل مخونه په عامه ځایونو کې […]
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې(UNAMA)د طالبانو ورستۍ طرحې چې د حجاب په اړه یې صادر کړى د یوې اعلامیې له مخې اندیښنه څرګنده کړې
په اعلامیه کې راغلی “یوناما د طالبانو د چارواکو د نن ورځې اعلان په اړه ژوره اندیښنه لری چې ټولې ښځې باید خپل مخونه په عامه ځایونو کې پټ کړی، دا چې ښځې باید یوازې د اړتیا په صورت کې له خپلو کورونو څخه ووځی او دا چې د دې لارښوونې سرغړونه به د دوی د مجازاتو لامل شی.”
یادې اعلامیې دطالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت څخه خپره شوې طرحه سپارښتنې نه بلکه رسمی لارښود بللى چې عملی کېږی.
د اعلامیې په ټکو
دا پریکړه د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشری حقونو د درناوی او ساتنې په اړه د هغو ګڼ شمیر تضمینونو سره په ټکر کې ده چې په تیره لسیزه کې د طالبانو د استازو له خوا دخبرو اترو په ترڅ کې نړیوالې ټولنې ته ورکړل شوی دی.
په نوموړې اعلامیه کې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدلویادونه هم شوې.
یوناماطالبانوته خبردارى ورکړى چې ښایی نن ورځینۍ پریکړه یې له نړیوالې ټولنې سره ددوى (طالبانو)اړیکې نورې هم ترینګلې کړی.
د اعلامیې په پاى کې ویل شوی چې چې سمدلاسه به یوناما د طالب چارواکو سره د ناستې غوښتنه وکړی ترڅو د دې پریکړې دریځ روښانه کړی او د نړیوالې ټولنې له غړو سره د هغې د اغیزو په اړه مشورې هم وکړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې خپله اندېښنه په هغې طرحې باندې څرګندوی چې نن شنبه طالبانو امر بالمعروف او نهى عن المنکر وزارت د ښځو د حجاب په هکله طرحه خپره کړې.
ددې طرحې له مخې پر ښځو حجاب مراعاتول اجباری ګرځول شوى.
همدا راز دې طرحه کې دښځوهغه ولیانوته چې دکورنۍ بالغې ښځینه یې حجاب نه مراعاتوی سزا هم ټاکل شوې.
یاده طرحه کې طالبانو چادری د “حجاب” بهترین ډول بللى.
دغه طرحه چې نن (شنبه، ۱۷ د ثور) خپره شوې ښځینه کارمندانو ته پکې خبردارى ورکړل شوى که حجاب مراعات نه کړی نو له دندې به وویستل شی.