په کابل کې ځایی سرچینو په دغه ښار کې د یوه ۳۰ کلن بدخشانی ځوان د ځان وژنې خبر ورکوی.
سرچینې د افغانستان ښځو خبری اژانس ته تایید کړې، چې دغه ځوان د چنګاښ په دویمه نېټه په کابل ښار کې ځان وواژه او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.
د سرچینې د معلوماتو سره سم، دغه ځوان هارون نومېده او د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکى و.
سرچینه زیاتوی، چې هارون د فاریاب پوهنتون محصل و او څه موده وړاندې کابل ته راغلی و. د هغه د ځان وژنې اصلی انګیزه نه ده څرګنده شوې.
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بې وزلۍ، وزګارۍ او کورنۍ تاوتریخوالی له امله یو شمېر ځوانانو ځان وژنه کړې ده.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان