په کندهار ولایت کې یو پنځه کلن ماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
د کندهار ولایت مطبوعاتی دفتر وایی، د دغه ولایت امنیتی ځواکونو یو پنځه کلن ماشوم د سړی تښتونکو له منګولو ازاد کړی دی.
دغه دفتر زیاته کړه چې دغه پنځه کلن ماشوم د یو سوداګر زوى دى چې ۱۷ ورځې مخکې د کندهار ولایت له سپین بولدک ولسوالۍ څخه وتښتول شو.
د کندهار سیمه ییز چارواکی وایی، تښتوونکو د ماشوم د خلاصون په بدل کې د ماشوم له کورنۍ څخه پنځوس زره امریکایی ډالر غوښتی وو.
د یادونې وړ ده، چې دغه ماشوم تېره ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د بولان له سیمې څخه د دغه ولایت د کشفی او کشفی ځواکونو له هڅو وروسته د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس