ټول دولتی پوهنتونونه پیلیږی
ټول دولتی پوهنتونونه پیلیږی

دطالبانو دحکومت د د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یوې ویډیویی اعلان کې وویل چې ټول پوهنتونونه به د دلوې په دیارلسمه(۱۳) نیټه خپل تدریسی بهیر پیل کړی. له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت په یوې اعلامیه کې چې د پوهنتونونو د پیلېدو په همکله یې خپره کړې راځی چې پوهنتونونو له […]

دطالبانو دحکومت د د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یوې ویډیویی اعلان کې وویل چې ټول پوهنتونونه به د دلوې په دیارلسمه(۱۳) نیټه خپل تدریسی بهیر پیل کړی.
له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت په یوې اعلامیه کې چې د پوهنتونونو د پیلېدو په همکله یې خپره کړې راځی چې پوهنتونونو له پیلېدو ورسته به زده کړیالان درې اونۍ درس وایی اود وروستی سمستر ازموینه به دحوت د میاشتې په اوومه نیټه پیل او د همدې میاشتې ترپاى پورې به دوام وکړی.
اعلامیه زیاتوی چې د ګرم سېرو ولایتونوکې به راتلونکی کال د ۱۴۰۱ هـ ش کال د حمل میاشتی په لومړۍ نیټه پیل شی.
اود سرد سېرو ولایتونو کې به دحوت د میاشتې په اوومه نیټه پیل شی)
همدارنګه په اعلامیه کې راځی ټولو دولتی پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ ه ش کال کانکور له لارې بریالی شوی زده کړیالان د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم لیکنه کوی.
د زده کړیالانو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیمیږی او درسونه به یې له راتلونکی سمستر سره یو ځای پیل کېږی.
حقانی په د ویډیویی پیغام کې وویل چې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند ټولو کادری اوادارې غړی دې په پوره توان خپل تدریسی او ادارې چارو ته جدی پاملرنه وکړی؛ ترڅو دزده کړیالانو ته ټولې ممکنه اسانتیاووې برابرې کړی.
د یادونې وړ ده چې پوهنتونونه شااوخوا اته میاشتې د زده کړیالانو پرمخ تړل شوی و،عمده لاملونه یې کرونا وبا او سیاسی تحولات و،خو حقانی د پوهنتونونو نه پیلېدلو لامل اقتصادی ستونزې بللې وې.
ګڼ شمېر محصلین د پوهنتونونو د تدریسی بهیر پیلېدل یو نیک اقدام بولی او خوښ دی چې د اوږ ځنډ وروسته پوهنتونونه د زده کړیالانو پرمخ خلاص شول.