پاکستان:افغان انجونې د زدکړو د سخت سیسټم له امله ستونزو سره مخ دی
پاکستان:افغان انجونې د زدکړو د سخت سیسټم له امله ستونزو سره مخ دی

په افغانستان کې د جمهوری رژیم د سقوط سره سم د انجونو ښوونځی له شپږم پورته بند شوی چې ځینو افغانانو د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره پاکستان ته مخه کړه؛ هلته یې هم ارمان پوره نه شو. د لغمان مرکز مهترلام اوسیدونکې شیلا خبر ګذاری زنان ته ویل چې له پاکستان هم تش لاس […]

په افغانستان کې د جمهوری رژیم د سقوط سره سم د انجونو ښوونځی له شپږم پورته بند شوی چې ځینو افغانانو د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره پاکستان ته مخه کړه؛ هلته یې هم ارمان پوره نه شو.

د لغمان مرکز مهترلام اوسیدونکې شیلا خبر ګذاری زنان ته ویل چې له پاکستان هم تش لاس راستنه شوې او د زدکړو ارمان یې پوره نشو.

هغې زیاته کړه:« اسناد مو دلته بند دی؛ پیښور کې یې راڅخه غوښتل خو مونږ سره نه وو». نوموړې وایی چې لا هم نه پوهیږی چې دا کال یې په زدکړو کې حسابیږی او که نه؟ او نه هم د کانکور امتحان د ورکړې معلومات لری.

د شیلا پلار وایی هیله ده چې لور یې ډاکټر شی، نو ځکه تر پاکستانه ورسید خو بخت یاری ونکړه او بیا راستون شو. هغه وایی د لور لپاره یې طالبانو ته سوال کوم چې ښوونځی پرانیزی.

دا او دې ته ورته ډیرې انجونې د طالبانو په حکومت کې بې برخلیکه ژوند تېروی چې د نړۍ والو د فشار او غوښتنو سره سره یې لا هم د روښانتیا کوم درک نشته.