پاکستان د تورخم په دروازه کې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږدولو موټر درولی دی
پاکستان د تورخم په دروازه کې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږدولو موټر درولی دی
 د چهارشنبې له ورځې راهیسې د پاکستان د ګمرک چارواکو د تورخم په دروازه کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو ټولې هغه لارۍ بندې کړي چې پاکستان ته د ننوتلو موقتي اسناد نه لري.

د چهارشنبې له ورځې راهیسې د پاکستان د ګمرک چارواکو د تورخم په دروازه کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو ټولې هغه لارۍ بندې کړی چې پاکستان ته د ننوتلو موقتی اسناد نه لری.

ټرانسپورټی شرکتونه او موټر چلوونکی شکایت کوی، چې تازه میوې بار وړونکی موټرونه د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې بند پاتې دی او که پر وخت ورنه کړل شی، نو میوه به خرابه شی.

تر دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان حکومت افغان موټر چلوونکو او مرستیالانو ته امر کړی و چې د جولای تر ۳۱مې پورې دې د موقتی داخلې اسناد ترلاسه کړی، ځکه له دې وروسته تورخم ته نه شی ننوتلی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو په دې اړه له پاکستانی چارواکو سره د خبرو اترو خبره کړې وه.

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان