پر ښځو دغټ موبایل کارولو او کورونو کی دټلویزون پرېښودلو بندیز ولگېد 
پر ښځو دغټ موبایل کارولو او کورونو کی دټلویزون پرېښودلو بندیز ولگېد 
امر بالمعروف رياست کارمندانو د کندهار ښار په يو شمېر جوماتونو کې خلکو ته خبر ورکړی چې له خپلو ښځو غټ موبایلونه واخلي، له کورونو دې ټلويزيونونه وباسي او ټول خلک دې پنځه وخته لمونځ په جماعت کې ادا کوي.

امر بالمعروف ریاست کارمندانو د کندهار ښار په یو شمېر جوماتونو کې خلکو ته خبر ورکړی چې له خپلو ښځو غټ موبایلونه واخلی، له کورونو دې ټلویزیونونه وباسی او ټول خلک دې پنځه وخته لمونځ په جماعت کې ادا کوی.

محلی سرچینو وایی، د کندهار د میرویس حوزوی روغتون سره نږدې سیمې څخه څخه یوه کس د نوم نه ښودلو په شرط وویل، طالبانو تېره ورځ په مولوی عبدالحق مسجد جامع کې ورته خبرداری ورکړی چې دویم پړاو کې به د امر بالمعروف ښځینه غړی کورونو ته درځی که له ښځو سره غټ موبایل ونیول شو یا په کور کې ټلوېزون و نو د جریمې ترڅنګ ښایی څو ورځې زندانی هم شئ.

د نوموړی په خبره د امر بالمعروف ریاست له دې وروسته د مسجد امامانو ته واک ورکړی که څوک جومات ته نه حاضریږی، کولی شی ویې وهی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس