په ارزګان کې جګړه دوه تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه ملکی وګړی ټپیان شول
په ارزګان کې جګړه دوه تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه ملکی وګړی ټپیان شول

په اروزګان کې ځایی سرچینې د طالبانو او یو وسله وال کس تر منځ د جګړې خبر ورکوی. سرچینه زیاتوی، چې دغه نښته نن چهارشنبه د سنبلې په ۹مه د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او یوه وسله وال تر منځ شوې، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل […]

په اروزګان کې ځایی سرچینې د طالبانو او یو وسله وال کس تر منځ د جګړې خبر ورکوی.

سرچینه زیاتوی، چې دغه نښته نن چهارشنبه د سنبلې په ۹مه د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او یوه وسله وال تر منځ شوې، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوی او دوه ملکی وګړی ټپیان شوی دی.

په اروزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اغا ولی قریشی د مرګ ژوبلې تایید کوی او وایی چې که دغه وسله وال سخت ژوند ولری، نو دوى به ورته ځینې زاړه کسان ولېږی چې له جګړې لاس واخلی.

تر اوسه د دغه وسله وال کس د هویت، د هغه د هدف او له طالبانو سره د جګړې په اړه معلومات نشته.

په دې وروستیو کې د هېواد په سوېلی ولایتونو کې د شخړو کچه لوړه شوې ده. په تازه پېښه کې په هلمند کې د دوو قومونو تر منځ د نښتو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپیان شوی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان