په اروزګان کې تر سلو ډېر کسان په کولرا اخته شوی دی
په اروزګان کې تر سلو ډېر کسان په کولرا اخته شوی دی

د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ ډېر کسان د کولرا له نښو سره په شدید اسهال اخته دی چې ۳۰ یې ماشومان او ۳۸ یې ښځې دی. د اروزګان ولایت روغتیایی چارواکو خبر گزاری زنان افغانستان ته ویلی دی چې د اروزګان ولایت د خاص ولسوالۍ د اوفران په کلی کې […]


د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ ډېر کسان د کولرا له نښو سره په شدید اسهال اخته دی چې ۳۰ یې ماشومان او ۳۸ یې ښځې دی.

د اروزګان ولایت روغتیایی چارواکو خبر گزاری زنان افغانستان ته ویلی دی چې د اروزګان ولایت د خاص ولسوالۍ د اوفران په کلی کې تر ۱۰۰ ډیر کسان په یو وخت د اسهال په ناروغۍ اخته سوی دی.

د اروزګان ولایت د عامی روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله روحانی د خبر گزاری زنان افغانستان ته ویلی دی چې په دغه سیمه کې د سیلابونو د راوتلو له امله خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لری او په پایله کې یې یو لوی د دې سیمې یو شمیر اوسیدونکی له سخت اسهال څخه رنځ وړی.

روحانی ویلی، چې ۳۰ ماشومان، ۳۸ ښځې او ۳۳ نارینه په دې ناروغۍ اخته شوی دی.

د دغه روغتیایی چارواکی په وینا، دغه کسان له تېرو پنځو ورځو راهیسې په دې ناروغۍ اخته دی.

روحانی زیاته کړه چې سیمې ته د ناروغانو د درملنې لپاره بېړنۍ روغتیایی ډلې استول شوی دی.