په اروزګان کې د یوې ترافیکی پېښې له امله څلور تنه مړه او ټپیان شول
په اروزګان کې د یوې ترافیکی پېښې له امله څلور تنه مړه او ټپیان شول

خبرگزاری زنان افغانستان: د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکی پېښې له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان شوی دی. د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند د مرغومی په ۱۲مه خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې دغه پېښه د دغه ولایت د ترینکوټ ښار په […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکی پېښې له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان شوی دی.

د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند د مرغومی په ۱۲مه خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې دغه پېښه د دغه ولایت د ترینکوټ ښار په لومړۍ ناحیه کې رامنځته شوې ده.

د دې ولایت د چارواکو په وینا، دا دقیقه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو کرولا ډوله موټر له یوه سراچه ډوله موټر سره ټکر وکړ، چې په پایله کې یې دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان شول.

تردې وړاندې هم د اروزګان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ورته ترافیکی پېښو مرګ ژوبله اړولې او په ډېرو پېښو کې د ترافیکی پېښو اصلی لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتیاطی بلل کېږی