په اروزګان کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوی دی
په اروزګان کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوی دی

په ارزګان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی خبر ورکوی چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوی دی. د اروزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند اغولی قریشی وایی، لومړۍ پېښه تېره ورځ (جمعه د زمری په ۱۴مه) د ترینکوټ ښار د “پوتی کلاچه” […]

په ارزګان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی خبر ورکوی چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوی دی.

د اروزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند اغولی قریشی وایی، لومړۍ پېښه تېره ورځ (جمعه د زمری په ۱۴مه) د ترینکوټ ښار د “پوتی کلاچه” په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې په ترڅ کې یې یو تن پر بل تن په شخصی ډول برید وکړ. عمل یو تبر یې وواهه او هغه یې وواژه.

نوموری زیاتوی: دغه پیښه دکورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې ده او په دې اړوند دوه تنه تورن نیول شوی دی.

قریشی دغه راز زیاته کړه، چې دویمه پېښه هم تېره ورځ د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې یو کس د خپل شخصی دښمن له خوا وژل شوی دی.

هغه وایی، د دهراوود ولسوالۍ د «دیوان ورخ» په سیمه کې دتیرو وختونو څخه په یوې پاتې شخصی دښمنۍ کې د باریګل په نوم یو کس د خپل دښمن لخوا وژل شوی دی.

د نوموړی په خبره دپیښې سیمی ته طالبان رسیدلی او د قاتل د نیولو هڅې کوی.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په هېواد کې په خپل منځی شخړو کې د عامو خلکو وژنې زیاتې شوی دی.