خبرگزاری زنان افغان: د افغانانو او غربي چارواکو له هڅو او غوښتنو سره سره د طالبانو حکومت په نوي تعلیمي کال کې ۱۴۰۲ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل. د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځينه زده کوونکي تمه لري چې طالبان به په نوي لمريز کال کې د زده کړو […]
خبرگزاری زنان افغان: د افغانانو او غربي چارواکو له هڅو او غوښتنو سره سره د طالبانو حکومت په نوي تعلیمي کال کې ۱۴۰۲ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل.
د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځينه زده کوونکي تمه لري چې طالبان به په نوي لمريز کال کې د زده کړو اجازه ورکړي، خو داسې ونه شول.
د شاوخوا پنځه سوه ورځو لپاره، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع دي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تېر کال له ډسمبر راهیسې د پوهنتونونو دروازې د ښځینه محصلینو پر مخ “تر بل خبرتیا پورې” تړلې دي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د پنجشنبې په ورځ د باکیفیته، عادلانه او متوازن پوهنې په هدف د یوه میکانیزم د جوړولو اعلان وکړ او ویې ویل چې د هغې د عملي کولو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
خو دا نه دي ویل شوي چې ولې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونځي نه پرانستل کیږي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د طالبانو د حکومت د وزيرانو د شورا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير نن پنجشنبه د حوت د مياشتې په دريمه نېټه له مارکوس پوتزل سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مرستیال ویلي: “اسلامي امارت د نجونو د تعلیم خلاف دی.”
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو تعلیم پکې منع دی.
د زده کړې له حق څخه د نجونو د بې برخې کولو د دوام پایلې څه دي؟
د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانستلو ته د طالبانو د هڅولو لپاره کوم انتخابونه شته؟
پر دې موضوع د چوپتیا ماتولو په خپرونه کې د حمل د میاشتې په دریمه پنجشنبه د افغانستان پر وخت د ماښام له پنځو بجو څخه تر شپږو بجو خبرې کوو.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#