د بخښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلی چې په افغانستان کې د اسلامی امارت له واکمنۍ وروسته میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې شوې دی. په دغه راپور کې چې نن خپوره شوې دی ، د دغه سازمان سرمنشی اگنس کالامار له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتی چې اسلامی امارت […]
د بخښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلی چې په افغانستان کې د اسلامی امارت له واکمنۍ وروسته میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې شوې دی.
په دغه راپور کې چې نن خپوره شوې دی ، د دغه سازمان سرمنشی اگنس کالامار له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتی چې اسلامی امارت دې ته وهڅوی چې د ښځو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړی.
په راپور کې د نجونو د منځنیو او لېسو د تړلو او د یو شمېر ښځو بې روزګارۍ ته په اشارې سره له اسلامی امارت هم غوښتل شوی چې په خپلو پالیسیو کې بدلون راولی.
بل خوا د بخښنې نړیوال سازمان وایی، چې په افغانستان کې د اقتصادی او بشری بحران له امله په دغه هېواد کې جبری ودونه هم زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامی امارت وایی، ښځو او نجونو ته به د مناسب چاپیریال له برابرولو وروسته ښوونځیو او دفترونو ته د تګ اجازه ورکړل شی.