په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې دي
په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژوند څخه بې برخې دي. ګوترش د “دوشنبې په ورځ” د ښځو د وضعیت په اړه د ۶۷ کمیسون غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د هغه مرستیاله آمنه محمد او د ملګرو ملتونو د […]

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژوند څخه بې برخې دي.

ګوترش د “دوشنبې په ورځ” د ښځو د وضعیت په اړه د ۶۷ کمیسون غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د هغه مرستیاله آمنه محمد او د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشرې سیما بهوس په دې وروستیو کې له روښانه پیغامونو سره افغانستان ته سفرونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد د جنورۍ په میاشت کې له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړ او له طالبانو سره یې په لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته په غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي. سازمانونه یوه غوښتنه چې طالبانو تر اوسه نه ده منلې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، نجونې او ښځې بنسټیز بشري حقونه لري او هېڅکله به د هغوی د ساتنې لپاره له مبارزې لاس وانخلي.
“په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه ایستل شوي دي. د ډیرو نورو اړخونو ترڅنګ د هغوی جنسي او د زیږون حقونه هم له لاسه ورکړل شوي دي. په ځینو نورو هیوادونو کې چې نجونې ښوونځي ته ځي، د تښتونې او جنسي تیري له خطر سره مخ دي. ”

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدا راز اندیښنه څرګنده کړه چې په وروستیو لسیزو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې تر لاسه شوي پرمختګونه د دوی له سترګو پټیږي.

په همدې حال کې د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په ۶۷ مه غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه مشرې سیما بهوس یو ځل بیا د طالبانو هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې چې وايي په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

هغه زياته کړه، طالبانو هغه ښځې او نجونې په نښه کړې، چې د ټولنيزو شبکو له لارې يې خپل نظر څرګنداوه او ډېرى يې د امنيتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي دي.

تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د خپلسرو پرېکړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

خبرگزاری زنان افغان