په افغانستان کې ښځې د عاید د ترلاسه کولو لپاره لږ فرصتونه لری
په افغانستان کې ښځې د عاید د ترلاسه کولو لپاره لږ فرصتونه لری
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، افغان مېرمنې په هېواد کې د پيسو ګټلو ډېر لږ فرصت لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایی، افغان مېرمنې په هېواد کې د پیسو ګټلو ډېر لږ فرصت لری.

دغه سازمان په اکس کې ویلی، چې په ورته وخت کې په هېواد کې زرګونه ښځې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له راتګ وروسته په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په درې کلنه موده کې د ښځو په وړاندې د څه باندې ۷۰ فرمانونو په صادرولو سره ښځې له خپلو اساسی، بشری او اسلامی حقونو او آزادیو بې برخې کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلی چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې د اړو کسانو د حل لپاره په عاجله توګه ۶۶۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې اوس په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړی نه پوهېږی چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس