په افغانستان کې یو میلیون ښځو او اوه سوه زره ماشومانو ته مرستې نه دی رسېدلی
په افغانستان کې یو میلیون ښځو او اوه سوه زره ماشومانو ته مرستې نه دی رسېدلی

خبرگزاری زنان افغانستان: اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې ویلی، سږ کال د بودیجې کمښت له امله یو میلیون ښځو او اوه لکه ماشومانو ته مرستې ونه رسېدې. اوچا دا خبره په خپل ټوېټر باندې لیکلې ده. د ملګرو ملتونو دې ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې ویلی، سږ کال د بودیجې کمښت له امله یو میلیون ښځو او اوه لکه ماشومانو ته مرستې ونه رسېدې.

اوچا دا خبره په خپل ټوېټر باندې لیکلې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې د نه تامین په صورت کې به لږ تر لږه پنځلس میلیونه افغانان په ګڼو برخو په تېره بیا څښاک د اوبو او د حفظ الصحې په برخه کې له ستونزو سره مخ وی.

اوچا خبرداری ورکړ چې مرستندویه ادارو ته د تمویل کمولو سره به یو ملیون ښځې او نجونې د هغو کسانو په ډله کې وی چې روغتیایی خدماتو ته به لاسرسی له لاسه ورکړی.

دغه بنسټ زیاته کړه چې ۱.۴ میلیونه ښځې، ۳.۴ میلیونه ماشومان او یو میلیون معلولین به روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی په برخه کې له جدی ننګونو سره مخ شی.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د هماهنګۍ دفتر له دې مخکې افغانستان ته د بشری خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې د نشتوالی له پایلو خبرداری ورکړی و.

د بشردوستانه مرستو بنسټونه وایی، چې د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو کچه راټیټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په دویمه نیمایی کې د بشری مرستو ادارې له افغانستان سره د مرستو لپاره د ۲،۲۶ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه.