د ایران د بشری حقونو سازمان د ایران په تبریز ښار کې د دوه تنو افغان وګړو د اعدام په اړه راپور خپور کړی دی.
دغه سازمان ویلی چې دې وروستیو کې ایران کې څلور کسان اعدام شوی چې دوه یې د محب الله او مشرف افغان په نومونو افغانان او دوه نور یې د عراق او ایران اوسېدونکی دی.
ایران کې دا افغانان په داسې مهال اعدامیږی، چې اسلامی امارت په ځلونو له دغه هېواده غوښتی چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د درلو ترڅنګ د ایرانی پولیسو له لوری له افغانانو سره هر ډول ناوړه چلند په کلکو ټکو غندلی.
د چارو شنونکی له ایران څخه د دا ډول سزاګانو په عملی کېدو کې د احتیاط غوښتنه کوی، چې په وینا یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو به منفی اغېز وکړی.
په ورته مهال په ایران کې د افغانانو اعدامول د بشری حقونو د نړېوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، چې د بښنې نړیوال سازمان تل په ایران کې د بشری حقونو پر وضعیت نیوکې کړې دی.
دښځوو خبرې آژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان