د ایران مذهبی رهبر سید علی خامنهای په یوه پیغام کې د چورلکې د نسکوریدو قربانیانو ته د رښتینو خدمتګارانو صفت ورکړې سره د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د ولسمشری ریاست له لومړی مرستیال څخه یې وغوښتل چې له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې د انتخاباتو لپاره د تیاریو زمینه برابره کړی.
که څه هم نوموړی په ټول هېواد کې د پنځه ورځنی ماتم له اعلانولو پرته د جنازې د مراسمو وخت او ځای په ډاګه نه کړ.
د ایران نه مخکې، پاکستان یوه ورځ، لبنان درې ورځې، سوریې درې ورځې او عراق یوه ورځ ماتم اعلان کړی و.
رئیسی یو داسې کس پیژندل کیده چې د ایران د اوسنی مذهبی مشر د مړینې په صورت کې به یې مشری په غاړه واخلی.
رئیسی په داسې ټاکنو کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو چې د رای ورکوونکو ونډه د پخوا په پرتله نسبتاً کمه وه.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس