په بدخشان ولایت کې ۲۶ ماشومانو دسوی تغذیې له امله مړه شوی دی!
په بدخشان ولایت کې ۲۶ ماشومانو دسوی تغذیې له امله مړه شوی دی!
د بدخشان په ولایتي روغتون کې له پنځو کلونو کم عمره ۲۶ ماشومان د غذايي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د بدخشان په ولایتی روغتون کې له پنځو کلونو کم عمره ۲۶ ماشومان د غذایی ناروغیو له امله مړه شوی دی.

د فیض اباد د ولایتی روغتون مسوولین وایی، چې سږ کال دې روغتون ته ۳۲۶ تنه په حاد تغذی ناروغۍ اخته ماشومان ورغلی،

چې له دې ډلې یې ۲۶ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوی دی.

د فیض اباد د ولایتی روغتون مشر ډاکټر شفیق الله همدرد هم دغه خبره تاییدوی او وایی،

چې بې وزلی او د خوراکی توکو کمښت او د شخصی او چاپېریال پاکوالی ته نه پاملرنه او نس ناستی له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د خوارځواکۍ لامل کېږی.

هغه وایی، په تېرو پنځو میاشتو کې د ولایتی روغتون په ډیټابیس کې د حاد خوارځواکۍ ٣٢۶ کسان ثبت شوی،

چې له دې جملې څخه ٢۶ تنه مړه شوی او د تېر کال په پرتله دا شمېره تر عادی حده ښی.

په ورته وخت کې د بدخشان یو شمېر اوسېدونکی وایی، احتمال شته چې په دغه ولایت کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د چارواکو له‎خوا د ورکړل شویو احصایو په پرتله څو برابره لوړ وی، چې تر اوسه له دوی سره نه‎دی ثبت شوی.

د فیض اباد ښار اوسېدونکى محمد کریم وایی، د سړکونو خرابوالى او د کلیو او روغتیایی مرکزونو تر منځ ډېر واټن د کورنیو د اقتصادی کمزورتیا تر څنګ نه شی کولى خپل ناروغ ماشومان روغتیایی مرکزونو ته ولېږدوی.

 

 

دښځوو خبرې آژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس